داسد داته ویشتمی دافتخاراوغرور څخه ډک استقلال څه سوو؛
   انجنير سيد عبدالقادر                                                     انجنير سيد عبدالقادر

۱۷ ــ ۸ ــ ۲۰۰۸    

                                                                          

 

کاسه د صبر یی سوه ډکه په تلوار ورځغلي

توره یی کښلی ده   د پوښه پر ښامار ورځغلی

دکونډو ميندوچيغي نوري اوريدلاي نه سی

افغان  بچیانو خوب حرام په شنه سهار ورځغلي

                                             

 

 

 

داهغه اساسی سوال دی چه نن هر افغان او  په مجموع کي  ټول  سیاسی ګوندونه  ٫ تنظيمونه او ټول اجتماعي سازمانونه او ټولني ورسره مخامخ دي .  

ولي دادافتخاره څخه ډکه ورځ يو تعداد افغان کلتوري ټولني  او دولتي واکمنان په داسي حال کي لمانځي ، چه افغان لاس تړلي ملت دنړي ديويشتمي پيړي دامپريالستي ټولني په اوسپنيزو زنځيرانو کي داسي بند دی، چه تنها کولايسي دخپلو زورونو اوشکنجو تماشا وکړي اوبس .

ولي  دا مغروره اوسرکښه ملت يي نن  داسی  دپاڼ اوپړانګ په منځ کي  راګير کړي دي ، چه حتا سره انګريز دنورو اقتصادي اونظامي هدفونوتر څنګ  دافغان سره د نونسمي پيړي ددرو جنګونودتاريخي ماتوقسد هم اخلي  .

ولي په اوسني مهال کي افغان لاس پوڅي چارواکي او لوي جنګ سالاران داورځ په داخل اوبهرنيو هيوادونوکښي د افغان سفارتونوله لاري  ځکه په شاندارو  غونډ واو په سپين سترګيو  باندي لمانځي.  چه دوي غواړي دداسی شوموتبليغاتو له لاري دافغان لاس تړلي ملت څخه اوسني دامريکا او انګليس تررهبري لاندي داوه ديرش مملکتونود  بشري اواقتصادي جناياتو څخه ډک ښکاره اشغال پټ کړي. اودخپلو شومو تبليغاتو له لاري  دازور واکان، تيکنوکراتان ، او جنګ سالاران غواړي چه دافغان جنګ ځپلي او لاس تړلي ملت ته داسي وښيي چه افغانستان نن ورځ آزاد ،مستقل او خپلواک دي .

داځکه چه دوي خپل ژوند ،حاکميت ،دملي شتمنيو چورول اوبلاخره دځانونوڅخه ددي اشغال په دوره کي مصنوعي سرمایه لرونکي  جوړول، چه داټول دوي  په همدي اشغال کي ویني او بس .

 

 ولي    پر ملت او وطن مین هر ريښتيني افغان په اوس مهال کي په  دي باندي ښه پوهيږي چه پر افغانستان باندي له پردو له خوا تجاوز سوي، استقلال او خپلواکي يي له لاسه وتلي، اود پردوترحاکميت لاندي خپلي شپي اوورځي سبا کوي . داځکه چه :  

 ــ   ديوه مملکت دملي اردو دتشکيل او تجهيز امرچه دیوه یرغلګر ځواک دحاکميت په قومانده کي وي .                 

ـــ  دیوه مملکت دحکومت د ټولو لومړي درجه چارواکومقرریدل اوتبديليدل  چه ديرغلکرو ځواکونودحاکميتونوپه لاس کي وي .

ـــ اوهم  ديوه مملکت ټول سیاسي  اواقتصادي  استقلال چه  ديرغلګرو دحاکميتونوپه لاس کي وی .

ـــ اوبالاخره ديوه مملکت دجمهوري رياست له پاره په بهرکي ديرغلګرودحاکميتونوله خوا  څخه په پخواني اوراتلونکو مصنوعي  انتخاباتو کي   ديوه نيږدي شخص  نومول اوپه ښکاره درغليو اوغیر مشروع ډول سره هغه دحاکميت پر چوکي کښينول .چه داټول هغه څه دي چه ديوه مملکت داستقلال دنشتوالي په وخت کښي ترسره کيږي .

او يا په داسي حال کي چه دا جنګ ځپلي ملت دمملکت په مختليفو سيموکي دیرغلګروځواکونوتروحشيانه بمباردونولاندي  هره شپه او ورځ په لسګونواو سلګونو ،ماشومان ، ښځي ،زاړه اوځوانان په شهادت رسيږي . کورونه ، محلات اواقتصادي زيربناوي له منځه ځي . ولي په عکس العمل کي دافغان لاس پوڅي حاکميت واکمنان پر یرغلګرو باندي هر وخت  تنهاداحتياط کولو ږغ کوي  اوبس .

 

    په داسي حال کي   چه   دبينوا افغاني سايټ ديوي ليکني  په حواله( تنها دجون اوجولاي په مياشت کي ۶۴۶ او۵۱۵  بمبونه غورځول سوي ، چه ددي هوايي ځواک د  ( اي سي ـــ ۳۰ )توپ لرونکو الوتکو اوياد طياروڅخه کوچني راکيټونه هم  نه دي پکښي حساب. او هم د (اي  ۱۰ ) او (ايف ۱۵ ) او دليري کنترول ليدونکو الوتکو سره سره فرانسوي اوبرتانوي ځواکونوله خوا هم حملي سوي دي .)

چه په نتيجه کي به څونه بي ګناه انسانان په شهادت رسيدلي ، زخميان سوي اوکورونه يي خراب سوي وي . ولي ددي جنګ ځپلي ملت دپوښتني څوک نه په اوسني بي انصافه جهاني ټولنه کي اونه په افغاني لاس پوڅي حاکميت کښي تراوسه نه دي ليدل سوي . چه داجنګي اواقتصادي جنايتکاران دي دعدل اوانصاف وميز ته راکش کړي .

دپورتنيوعينيتونواوواقعيتونوپه نظر کي نيولو سره نو  څنګه کولايسو چه ووايوچه افغانستان آزاد مستقل اوخپلواک هيواد دي .

اوس نو سوال داپيداکيږي چه دي اشغال اوپه مملکت کښي بشري اواقتصادي جناياتوته  څنګه بايد  دپاي ټکي کښيښولسي . چه داهغه اساسي سوال دي ، چه دافغان ملي ګټو په نظرکي   نيولوسره بايد دروشنفکرانو په  يوه پراخ تفاهم کي(که داتفاهم دملاقاتونو،لويو سياسي غونډو اويا جمعي رسانو له لاري هم وي  ) جواب ورته پيداکړل سي .

ولي ماخپل  نظر چه تقريبا دوه کاله مخکي مي  هم دافغاني سايټونوله لاري افغانانواوجهاني ټولني ته ديوه وړانديز په حيٍث ليکلي وو . هغه داچه په افغانستان کي داوسني لانجي د سيا سي حل له پا ره څه بايد وسي :

   ما هغه  دپخواني ليکني وړاند يزمي  بياهم تاسومحترمولوستونکوته نقلا ولیکي. هيله مند يم چه تاسو هم خپل نظر دخپل ملي  احساس له رويه چه يي لري دملي ګټوپه نظر کي نيولو سره ورکړي. چه په نتيجه کي به دسياسي حل يو دقيق ميکانيزم منځ ته راغلي.چه دا به  نه تنها خپل ملت بلکي دمنطقي اوجهان ملتونه اوميليتونه به مو دصلح دکاروان سره يو ځاي کړي اوموږ به خپله ملي اوانساني وظيفه هم اجرا کړي وي .    

 

  دپورتنيو عيني واقيعنتونو  په نظر کي نيولو سره بايد ووايو چه په افغانستان کي دصلح راتلل اوټينګښت نه تنها به افغان لاس تړلي ملت دنورو بشري اواقتصادي تلفاتو څخه وساتي بلکه دمنطقي امنيت به هم دګواښونوڅخه ليري اودجهاني صلح دپاره به ستر قدم اخيستل سوي و ي . نوددي دپاره بايد :                                                   

ــ دامريکا تررهبري لاندي جهاني ائتلافي  ځواک دافغانستان ددولت سره په ګډه اودافغانستان ددولت په مقابل کي  وسله وال مقاومت بايد بي له قيداوشرطه اوربند اعلان اودملګرو ملتونوله خواه دي  دواړه طرفه  دمذاکري وميز ته راوبلل سي.

                                                

ـــ  دواړه طرفه بايد دنړيوال کنفرانس غوښتونکي سي .او دواړه طرفه بايد دسياسي حل پر دقيق ميکانيزم باندي موافقه سره وکړي اوهم بايد  په دي  ميکانيزم دالاندي څو مهي  کرښي دنورو وڅنګ ته په نظر کي ونيول سي .  ولي داکنفرانس بایددهيڅ يوه خارجي قدرت دنظامي اقتصادي اغيزي لاندي نه وي . دکنفرانس ګډون کوونکي بايد  دافغانستان داوسني حاکميت اوددوي په مقابل کي  وسله وال مقاومت سربيره بايد يو تعداد آزاد پر وطن مين   کارپوهان دملي ډموکراټيکو احزابو نماينده ګان اويو تعداد په ولس کي محبوب شخصيتونه وي.                                             

ـــ دخارجي قواوودوتلو زماني جدول دي داسي جوړ سي ، چه هيڅ نوع بي امنيو ته مخه خلاصه نه کړي.                

ــ که دخارجي قواوو دوتلو پر سر اوزماني جدول باندي خبرو ځان ته مشکله بڼه اختيار کړل ، نوپه هغه صورت کي دي ددغه معين وخت دپاره دملګرو ملتونو دصلح ځواک راوغوښتل سي ، یادي داسلامي نړي دهيوادونوڅخه تظامي پوځونه راوغوښتل سي . ولي په همدغه ټاکلي وقفه کي بايد په مملکت کښی ټولي غير قانوني سلاح دهر ګروپ څخه چه وي راټولي اودملي دفاع  وزارت ته تسليم کړل سي.

 

ــ داکنفرانس  بايددافغانستان دملي منافعو په نظرکي نيولو سره نوي موقته اداره جوړه اوترراتلونکي لويي جرګي ترجوړيدو پوري دولتي چاري مخ ته بوزي.

ـ داکنفرانس بايد پر جهاني ټولني باندي زور واچوي چه دراتلونکو پينځو کلونودپاره بي له قيده اوشرطه خپلو اقتصادي کومکونوته ادامه ورکړي . ولي دهرکال په اخر کښي بايد دپيسو دمصرف دقيق راپور واخيستل سي اودنوي کال اقتصادي کومک پيسي   ددولت په اختيار کي کښيښول سي.                                                                            

 

ــ ملګري ملتونه بايد دامنيت شورا ته وظيفه ورکړي چه په راتلونکو وختونوکي   دافغانستان په داخلي چارو کي کوم خارجي هيواد مداخله ونه کړي.

تمت بالخير 


August 18th, 2008


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات